د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۹ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، باران او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا (چهارشنبې) په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تېز باران او سېلابونو د راوتلو اټکل شته.
د دغه اټکل له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ – ۳۵ ملي مترو پورې.
هواپېژندنې ادارې همداراز په شمالي، سوېلي، ختیځو، سوېل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۹۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.
د ویلو ده چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار په ګډون په ځینو ختیځو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو له امله هېوادوالو ته ځاني او پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.