راپورونه ښيي چې په پاکستان کې د پرلهپسې ورښتونو له امله د مړو شمېر ۲۲۱ کسانو ته لوړ شوی دی.
د دغه هېواد د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې ویلي، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د باران له امله د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه مړه او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
ورښتونه تر ټولو زیات زیان پنجاب ایالت ته اړولی، خو په خیبر پښتونخوا کې بیا ۴۰ تنه مړه شوي او ۶۹ نور ټپیان دي. چارواکي وايي، د ژغورنې هڅې روانې دي، خو د هوا د خرابوالي له امله مرستې له خنډونو سره مخ شوې دي.