د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د یاد وزارت د کار چارو معین، مولوي محمد زاهد احمدزي، راستنېدونکو افغانانو ته د کارموندنې د فرصتونو برابرولو او ځینو نورو اړوندو مواردو په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر، ملا نورالله نوري سره د همغږۍ ناسته کړې ده.
په دې ناسته کې مولوی محمد زاهد احمدزي ویلي چې د راستنو شویو د ځانګړنو، مهارتونو او وړتیاوو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپل اړوند ډېټابېس کې معلومات راټول کړي او د کارموندنې په موخه یې له ځینو امارتي ادارو سره شریک کړي دي.
نوموړي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزارت غوښتي چې د انکشافي پروژو په تطبیق کې راستنېدونکو ته لومړیتوب ورکړي.
بلخوا په خبرپاڼه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر، ملا نورالله نوري له قوله ویل شوي چې دوی په بېلابېلو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې ستايي، او راستنېدونکو ته به د کاري زمینې برابرولو په برخه کې همکاري کوي.
ملا نورالله نوري دا هم ویلي چې د فني او حرفوي زدهکړو برنامې دې د ځايي کوچیانو سربېره، سیارو کوچیانو ته هم په پام کې ونیول شي، ترڅو دوی هم له ورته پروګرامونو ګټه پورته کړي.