ډېر لوستل شوي

سرګئي لاوروف د مسکو فارمټ په راتلونکي غونډه کې «مولوي امیرخان متقي» ته د ګډون بلنه ورکړې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي او د روسیې بهرنیو چارو وزیر «سرګئي لاوروف» په ټلفوني خبرو کې د سیاسي اړیکو پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د روسیې له لوري د ا.ا په رسمیت پېژندل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مهم بدلون، او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان دادغام لپاره یو بې‌ساری ګام بللی دی. 

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې مکالمه کې دنشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې، سیمه‌ییزو پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخه کې د همکاریو پر اهمیت هم ټینګار شوی دی. 

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له ا.ا سره د تعامل د لاپراختیا لپاره مولوي امیرخان متقي ته د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده. 

په خبرپاڼه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په حواله ویل شوي: “د ا.ا.ا. رسمیت پېژندنه په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې د دواړو هېوادونو تر منځ بې‌مخینې فرصتونه رامنځته کړي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د عملي نتایجو شاهدان اوسو.”

اړوند خبرونه