د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، چې دغه وزارت په تېر یو کال کې په سیاسي او اقتصادي برخو کې مهم پرمختګونه کړي دي.
د اميد راډيو خبريال د امارتي ادارو د تېر يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې د ښاغلي متقي په حواله ويلي، چې په دې موده کې د دې وزارت په هڅو د يو شمېر چارواکو نومونه له نړيوال تور لېست څخه اېستل شوي دي.
د مولوي اميرخان متقي په وینا، تېر کال د اسلامي امارت چارواکو له لوري سلګونه بهرني رسمي سفرونه ترسره شوي، چې له مخې یې د افغانستان له ګڼو هېوادونو سره اړیکې پراخې شوې او د تعامل فضا لا پیاوړې شوې ده. د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د اسلامي امارت حکومت د نړیوال مشروعیت لپاره هڅې روانې ساتلي او د اقتصادي ودې ترڅنګ سیاسي توازن ته هم ژمن ښکاري.