د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له علمي، کلتوري او تعلیمي سازمان (یونسکو) څخه د امریکا د وتلو پرېکړه کړې ده.
سپينې ماڼۍ تېره ورځ ياده پرېکړه کړې او زياته کړې يې ده، چې یونسکو د داسې اجنډا ملاتړ کوي چې هغه د امریکا له ګټو سره اړخ نه لګوي.
ټرمپ دا پرېکړه پخوا د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم کړې وه؛ خو د نوموړي له لومړۍ دورې وروسته پخواني ولسمشر جوبایډن بيا بيرته لغوه کړې وه.
تر دې وړاندې د یونسکو له سازمانه د امریکا وتل د نړیوالو چارو کارپوهان اندېښمن کړي وو، چې ښایي دا چاره د امریکا په نړیوال حیثیت، د نرمو اړیکو په پالیسي او د نړیوال فرهنګي همکاریو پر بهیر اغېز وکړي.