په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې پر بېلابېلو سيمو د صهيونيست رژيم په برېدونو کې ۱۳۹ کسان شهيدان شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
په غزې کې د روغتيايي چارواکي وايي، د صهيونيست رژيم په بريدون کې ۴۵ هغه کسان هم شهيدان شوي، چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د مرستو د وېش په مرکزونو کې راټول شوي وو.
دا په داسې مهال ده، چې په غزې کې د صهيونيست رژيم وحشت يو ځل بيا زور اخيستی او په تېره يوه اوونۍ کې په لسګونه بېګناه فلسطينيان شهيدان شوي او په لسګونه نور ټپيان شوي دي.