ډېر لوستل شوي

د راستنېدونکو بېړنی مدیریت؛ ا.ا یوازې په یوه میاشت کې ۲ میلیارد افغانۍ کډوالو ته وېشلې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون د دوی له لوري په تېره یوه میاشت کې راستنېدونکو افغانانو ته د ۲ میلیارد افغانیو د ورکړې خبر ورکړی.

د یاد کمېسیون ویاند، احمدالله وثیق په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کډوالو کورنۍ هر غړي ته د ورځې دوه زره افغانۍ ورکول کېږي، چې په ټوله کې د ورځې تر ۳۰ میلیون افغانیو پورې د دوی لپاره ځانګړې کېږي.

نوموړي همداراز لیکلي: “پر دې سربېره، د مهاجرینو لپاره ټول خدمان لکه خواړه انتقال، روغتیایي پالنه او نوملیکنه په وړیا ډول ترسره کېږي او همداسې دوام لري.”

احمدالله وثیق دا هم ویلي چې اسلامي امارت پر دوی په مستقیم ډول سره مرستې وېشي، خو له خیریه بنسټونو، سوداګرو او خیرغوښتونکو څخه یې هم د لاسنیوي غوښتنه کړې ده.

اړوند خبرونه