ډېر لوستل شوي

خوست کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ، څلور ټپیان شوي

د خوست ځايي مسوولینو د یاد ولایت په  «نادرشاه‌کوټ» ولسوالۍ د ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو خبر ورکړی. 

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا ترافیکي پېښه پرون ماښام  د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ اړوند د خوست – ګردیز په لاره شوې ده.

د مسوولینو په وینا، پېښه د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله د «وېټز» موټر د چپه‌کېدو له امله شوې، او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

بلخوا نن د میدان‌وردګو ولایت اړوند د کابل – غزني په لاره د فیلډر او کرولا ډوله موټرو د ټکر په پایله کې څلور کسان سخت ټپيان شوي دي.

د میدان‌وردګو ځایي مسوولینو ویلي چې په ټپيانو کې د یو کس روغتیايي وضعیت خورا نازک ښودل شوی دی.  له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

اړوند خبرونه