د کار او ټولنیزو چارو وزارت د زندانونو د چارو د سمون ادارې سره په همغږۍ ژمنه کړې، چې محبوسینو او محجوزینو ته به د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي.
ياد وزارت اميد راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دا څرګندونې د کار چارو مرستيال مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې له رييس مولوي نظرمحمد ناصر سره د زندانيانو د اصلاح او زدهکړو په تړاو ناسته کې کړې دي.
په دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د هوکړهلیک تر لاسلیک وروسته به د هېواد په مرکز سربېره ولايتونو کې «نارینه او ښځینه زندانیانو» ته لنډمهاله فني زدهکړې، تجهیزات، څارنه او تصدیقپاڼې برابرې شي، څو هغوی وکولای شي له بند وروسته سالم او حلال ژوند پیل کړي. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت واک ته په رسېدو سره تر دې وړاندې هم د مرکز په ګډون د ټولو ولايتونو په محبوسينو کې زندانيانو ته د زدهکړو زمينه برابره شوې او هڅه کېږي چې دا لړۍ د ټولنې د اصلاح په موخه نوره هم پياوړې شي.