ډېر لوستل شوي

د هېواد له شاوخوا ۱۵۰ سوداګرو سره د اقتصادي معاونیت او مالیې وزارت د مسوولینو کتنه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د دې ادارې او مالیې وزارت مسوولینو د هېواد له شاوخوا ۱۵۰ سوداګرو او صنعت‌کارانو سره په مرمرینه ماڼۍ کې کتلي دي.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې د هېواد ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو د برېښنا کمښت، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د توزیع، د صنعتي زېربناوو د جوړېدو، د صادراتو په بهیر کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو، د فوموګېشن او ترانزیټي ستونزو د حل، د هوايي دهلیزونو د رامنځته کېدو، پر کرنیزو محصولاتو او معدني توکو د تعرفو راکمولو، د ترانسپورټي کرایو د ټیټولو، د ګمرکي ستونزو د حل، د تخلیې او بارګیرۍ پروسې چټکتیا، د سړو خونو جوړولو، د جوازونو تمدید، د تجارتي ویزو ورکړې، د لویو ترانسپورټي او ترانزیټي لارو د جوړېدو، د افغاني توکو لپاره د بهرنیو بازارونو د پيدا کېدو او یوشمېر نورو برخو کې او نورو مسایلو اړوند ستونزې شریکې کړې دي.

بلخوا په دې کتنه کې مسوولینو سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ډاډ ورکړی چې د یوشمېر شریکو شوو ستونزو د حل لپاره اړوندو وزارتونو او ادارو جدي ګامونه اخیستي، او له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په ګډه کار کوي.

مسوولینو ډاډ ورکړی چې په پاتې برخو کې به هم په جدي ډول له اړوندو وزارتونو او ادارو سره کار وکړي او حل لارې به یې له اقتصادي کمېسیون او د اسلامي امارت د مشرتابه له عالي مقام سره شریکې کړي.

اړوند خبرونه