ډېر لوستل شوي

د هېواد پیاوړی اقتصادي تحرُک؛ لاسته راوړنې پرمختګونه او فرصتونه

د افغانستان جغرافیا له ډېر پخواني پېر تراوسه د قدرتونو د سیالۍ او ناسم رقابت ځاله وه. له کلونو کلونو ناخوالو وروسته اوس هېواد د ساه اخیستو او ودانولو فرصت موندلی دی. افغانستان ته اوس د سیمه ییز نښلون، د سیمې د همکاریو او پخواني برم د بیا ترلاسه کولو چانس په لاس ورغلی. د وړمې ورځې تر ټولو مهم خبر دا و چې د افغانستان د ملي پراختیا شرکت له لوري د هېواد په کچه د تولیدي فابریکو یو ستر کمپلېکس پرانیستل شو. دغه کمپلېکس، چې پر پرمختللو تجهیزاتو سمبال شوی، د قوش تېپې کرنیزو کمپلکسونو لپاره یې ماشین الات او کارنده وسیلې لا پخوا جوړې کړې وې. د دې تر څنگ، د صنعتي او کوچنیو فابریکو لپاره هم ماشین الات، ترانسپورتي وسایط، فلزي عناصر او پرزه جات پکې تولیدېږي.

د یاد کمپلېکس له پرانیستلو سره، په دې برخه کې افغانستان د وارداتو پر ځای د داخلي تولید پر لور یو پیاوړی گام اخلي، چې دا به د هېواد اقتصاد ته په اوږدمهال کې ډېره گټه ورسوي. د دغو فابریکو تولیدات نه یوازې دا چې د هېواد دننه د خلکو اړتیاوې پوره کوي؛ بلکې د کارموندنې ستر فرصتونه به هم رامنځته کړي. له بلې زاویې که دې کمپلېکس ته وکتل شي؛ نو په دې کمپلېکس کې برېښنایي وسایل، بېلابېل پرزه جات، د اوبو د مدیریت او د کانالونو د کېندنې عصري وسایل هم شته چې دا چاره هېواد په زېربنایي او پرمختیایي لحاظ په پښو درولی شي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند ددې کمپلېکس په پرانیسته کې وویل چې دا فابریکوي کمپلېکس به پر وارداتي توکو د هېواد تکیه کمه کړي. ددغه کمپلېکس پرانیسته د یوه صنعتي افغانستان پر لور زېری دی.

ددې «فابریکوي کمپلېکس» بیا فعالېدنه دا جوتوي چې حکومت د هېواد صنعتي کېدو ته ژمنتیا لري. له بلې خوا خصوصي سکټور ته هم پیغام ورکوي چې حکومت د پانګوالو هر ډول ملاتړ کوي او تر شا یې ولاړ دی. د اوس لپاره کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ستر فرصت په لاس ورغلی چې د هېواد دننه پانګونه وکړي. له اقتصادي او صنعتي پلوه د هر ووړ او لوی ګام ستاینه پکار ده. دا هلې ځلې را په ګوته کوي چې هېواد مو نور د سیاسي رقابت پر ځای پر اقتصادي رقابت بدلېدونکی دی.

ددغه کمپلکېس پرانیسته د یوه روښانه او پر پښو ولاړ افغانستان څرګندویي کوي. د شکر ځای هم دا دی چې له کلونو کلونو ناخوالو وروسته هېواد کې د بدبختۍ پر ځای د نېکمرغۍ او هوساینې خبرونه وینو. جنګ جګړه نشته، مېندې پر مرمیو خوړلو زلمیو ګرېوانونه نه شلوي، پلرونه د زامنو د جنازو کټونو ته اوږه نه ورکوي، کروندې بمونو نه دې سوځولي، د پردیو په لاس د هېوادالو تړل او رټل نشته او… . ددغه نعمت شکر پر ځای کول پکار دي او له کفران څخه یې ډډه. ددې کمپلېکس پرانیسته واقعا لوی زېری دی. د یوه جګړه ځپلي هېواد لپاره دومره ستر صنعتي ـ اقتصادي فعالیت هېښوونکی دی. د صنعت وده  او په خپلو تولیداتو بسیاینه یو هېواد له بلواکۍ رابېلوي او د خپلواکو هېوادونو او ملتونو په کتار کې یې دروي. د اوس لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې افغانستان له اور او وینو راوتی او د ځان بسیاینې پر لور یې قدمونه پورته کړي دي.

د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰، ټاپ، قوش تېپې لاجوردو لار او ورته نورې سترې پروژې او د شانګهای سازمان او اسیا زړه په څېر ځینو پروسو کې ګډون دا چانس زیاتوي چې افغانستان د انرژۍ، ټرانزیټ او سوداګرۍ پر یوه مهم کورېډور بدل شوی. څو ورځې وړاندې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان تر منځ د ټرانس-افغان پروژې لاسلیک، (د دغه هېوادونو تر منځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د سیمه ییز اتصال پروژه ده) د اقتصادي نښلون په برخه کې یوه بله اغېزمنه هڅه وه. د افغان حکومت له لوري اقتصاد‌محور سیاست د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پام ځان ته را اړولی دی. د اسلامي امارت د سیاست یوه مهمه ځانګړنه دا ده، چې پر جګړه نه، بلکې پر کار، اقتصاد، زېربنا او همکارۍ ولاړ ده. د افغانستان اوسني حکومت د سیمه‌ییزې اقتصادي شبکې د جوړولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي. د اسلامي امارت مشرانو په ځلونو ویلي چې د ګاونډیو او سیمو هېوادونو په تړاو د خیر ښېګڼې نیت لري او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې دې د نورو هېوادونو ګټې زیانمنې کړي او یا دې هم پرې تېری وکړي. افغان حکومت له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې لاس پر سر شي او خپلې دوه اړخیزې اړیکې د ګډ درناوي سیاست له مخې وپالي. افغان حکومت تر اوسه د سیمې له هېوادونو سره پراخې اقتصادي اړیکې پاللي او د سیمې د ټیکاو په خاطر یې پر هلو ځلو سترګې نه شي پټېدلی.

یوه بله یادونه هم اړینه ده چې دا پروژې یوازې اقتصادي ګټې نه، بلکې ګڼې معنوي ګټې هم ورپورې تړل شوي دي. ټاپي نړۍ ته د افغانستان غوره انځور، پوره امنیت او خوندیتوب او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د ګډ کار یو غوره انځور وړاندې کوي. بله دا چې دا پروژې ګڼ کسان له ځان سره بوختوي چې خپلو خلکو ته په خپل هېواد کې د کارکولو فرصت او انګېزه ورکوي. ټاپي، قوش تېپه او نورې سترې پروژې افغانستان په پوره مانا پر ځانبسیا کولی شي. هغه وخت به اقتصادي سیالان او نورو ته به مو خیر رسیږي. د هېواد ابادېدل یوازې د حکومتونو کار نه دی؛ بلکې په دې چاره کې د ملتونو او حکومتونو ونډه برابره ده. د ولسونو دنده داده چې د خپل نظام د هر پرمختګ ملاتړ وکړي او لبیک ورته ووایي. همداشان ولسونو ته پکار ده چې د بهرنیو توکو پر ځای خپل تولیدات وکاروي او ملاتړ یې وکړي.

اړوند خبرونه