د اسلامي امارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په لړۍ کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت مسوولینو ویلي، چې د تېر کال پر مهال یې د پراخو پراختیايي پروژو په پليکېدو سره نه یوازې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو ژوند ته مثبت بدلون ورکړی، بلکې میلیونونو افغانانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د یاد وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده د دې پروګرام پر مهال ويلي، چې د اسلامي امارت د زعیم اميرالمؤمنين حفظهالله لهلوري د اعلان شوې عمومي عفوې په رڼا کې ټول هغه افغانان، چې بهر ته تللي، کولای شي بېرته راستانه شي او له وېرې پرته، خپل ژوند ته په خپل هېواد کې دوام ورکړي. نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هر راستنېدونکي افغان هرکلی کوي.
ملا محمد یونس اخندزاده د امید راډیو خبریال د پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د تطبیق شویو سترو او کوچنیو پروژو په پليکېدو سره میلیونونه هېوادوالو ته په مستقيمه او غیر مستقيمه د کار زمینې برابرې شوي، چې دا چاره د فقر په کمولو، د اقتصاد په پیاوړتیا او د کلیوالو سیمو د ثبات لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د وزارت د مسوولینو په وینا، دا مهال د بادغیس ولایت د «قادس خوردک» په سیمه کې د یو ستر بند د رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې د معلوماتو له مخې، په دغه بند څه باندې ۱۳ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي او د بشپړېدو په صورت کې به شاوخوا ۱۴۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي. همداراز به د کلیو د شبکې د زېرمو سرچینې هم له همدې بند څخه تغذیه کېږي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د دفتر رييس مولوي مرزا محمد شکیب ويلي، چې په تېر یو کال کې یاد وزارت د سېلابونو د مهار، د اوبو د زېرمو د پراختيا او د سرچینو د مدیریت په موخه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴۳ چکډمونه جوړ کړي دي.
ښاغلي شکیب دغه پرمختګ د کلیوالو سیمو د ثبات، اقتصادي پراختیا او د کرنیزو خدمتونو د پیاوړتیا لپاره بنسټیز بللی دی.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت مسوولينو ډاډ ورکړی، چې په روان مالي کال کې به هم د هېواد په کچه د پراختیايي پروژو بهیر ته دوام ورکړي، څو د خلکو د ژوند شرایط نور هم ښه شي او د کلیو اقتصادي وضعیت لا پیاوړی شي.

