د روسیې په لرې ختیځه سیمه کې هغه مسافر وړونکې الوتکه، چې له راداره نادرکه شوې وه، نسکوره شوې ده.
د روسیې د بېړنیو خدمتونو چارواکي وایي، چې په الوتکه کې سپاره ټول ۴۹ تنه، له پېښې سره سم، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه الوتکه د چین پولې ته نږدې د «تیندا» ښار پر لور روانه وه، چې له رادار سره یې اړیکه پرې شوې وه او وروسته یې د لوېدو ځای تثبیت شو.
چارواکي وایي، چې د پېښې د دقیقو علتونو د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي؛ خو د هوا خراب شرایط او تخنیکي ستونزې له لومړنیو شکمنو عواملو څخه ګڼل شوي دي. د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د پېښې د قربانیانو د جسدونو راایستلو او پېژندنې هڅې روانې دي.