د روسيې په ختيځ کې يوه مسافر وړونکې الونکه د ۶ عملي په ګډون له ۵۰ کسانو سپارلۍ سره يو ځای نادرکه شوې ده.
د ياد هېواد د بېړني وضعیت سیمهییزې ادارې ویلي، دغه د «انګارا» هوايي شرکت الوتکه د چین پولې ته نږدې د ټېنډا ښار پر لور روانه وه، چې له رادار څخه ورکه شوې ده.
د راپورونو له مخې، تراوسه د الوتکې او سپارلۍ د برخلیک په تړاو کوم معلومات نهدي ترلاسه شوي.
د روسيې چارواکو ډاډ ورکړی، چې له الوتکې سره د اړيکې نيولو او موندلو او هڅې روانې دي.