کورنیو چارو وزارت د زابل ولایت په «شاجوی» ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق مخنیوي خبر ورکړی.
د یاد وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا نشهيي توکي د شاجوی ولسوالۍ امنیتي پولیسو په یوه مازدا کې د لېږد پرمهال کشف او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې نیولشوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې یاد وزارت د نشهيي توکو د تولید، قاچاق، او خرڅلاو پر وړاندې جدي مبارزه کوي او هېڅچا ته په هېواد کې د قانون پر ضد د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د نشهيي توکو لسګونه کاروباریان نیول شوي وو.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې دریو کلونو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې هم کشف او له منځه وړل شوې دي.