په غزه کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو په اړه د بې پولې ډاکټرانو د ادارې په ګډون د بشري مرستو له سلو ډېرو سازمانونو خبرداری ورکړی دی.
دغو ادارو په تازه بیان کې ویلي، چې د غزې اوسېدونکي ــ آن د بشري مرستو کارکوونکي ــ له لوږې او قحطۍ سره مخ دي او د مرګ له جدي ګواښ سره لاس او ګرېوان دي.
په دغه ګډ بیان کې ۱۱۱ ادارو د بيړني اوربند غوښتنه کړې او له ښکېلو لوريو یې غوښتي، چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د مرستو رسولو ټولنو ته د خنډ پرته د فعالیت اجازه ورکړي، څو د قحطۍ د مخنیوي او د ژغورنې هڅو ته زمینه برابره شي.
راپورونه ښيي، په دې وروستيو کې د خوړو د وېش پر مهال، د صهيونيست رژيم په ډزو کې زرګونه بېګناه فلسطينيان شهيدان او ټپيان شوي دي.