ډېر لوستل شوي

مسوولين: راستنو شويو کډوالو ته د خدمتونو لړۍ روانه ده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهارشنبې ورځې د راپور له مخې، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه ۲ زره او ۳۸۱ کورنۍ چې ۱۳ زره ۷۷۸ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپور پر بنسټ، د اسلام کلا، ورېښمو، سپین بولدک، او تورخم له لارې راستانه شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي اسانتیاوو، عامه پوهاوي او مخابراتي خدمتونو په برخو کې پراخ اقدامات ترسره شوي دي.

یاد کمېسیون له ۲ زره ۱۶۹ کورنیو سره نغدي مرستې، ۵۲۲ کورنۍ له سرحدي سیمو څخه خپلو ولایتونو ته لېږدولي او په ټوله کې ۷۳۷ سیمکارتونه له وړیا دقیقو او انټرنیټي بستو سره وېشلي دي. چارواکو ډاډ ورکړی، چې د راستنو شويو افغانانو د ستونزو د حل او اسانتیاوو د برابرولو په موخه به هڅې لا پسې پراخې شي.

اړوند خبرونه