ډېر لوستل شوي

ملا محمد یونس اخندزاده: له عمومي عفوې سره ټولو افغانانو ته د عزتمن ژوند فرصت برابر شوی

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده وايي، چې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین له‌لوري د اعلان شوې عمومي عفوه په اساس، ټول هغه افغانان چې بهر ته تللي، کولای شي بېرته هېواد ته راستانه شي او په ډاډه زړه، له ویرې پرته، عزتمند ژوند ته دوام ورکړي.

د اميد راډيو خبريال د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې د ښاغلي اخندزاده په حواله ويلي، چې اسلامي امارت د ټول ولس ګډ کور دی او د هر هغه افغان هرکلی کوي، چې غواړي له خپل هېواد سره د بیا رغونې په چارو کې برخه واخلي. د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د تېر يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د بېلابېلو وزارتونو استازو، خبریالانو او د رسنیو استازو په ګډون سره دوام لري.

اړوند خبرونه