ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبير له زیړوک ولسوالۍ د علماوو او مشرانو وړاندیزونه واورېدل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او مجاهدینو سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې راغلو مشرانو د خپل ولس اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره له اسلامي امارته د سړکونو رغونې، د کوچنیو بندونو د جوړېدو او د بې‌وزلو د لاسنیوي غوښتنه کړې ده.

ښاغلي عبدالکبير د دوی وړاندیزونه ارزښتناک بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د یادو شويو ستونزو د حل لپاره به اړوندو ادارو سره په همغږۍ اقدامات وشي. مولوي عبدالکبير زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ولس د هرې غوښتنې اورېدو ته ژمن دی او له هر ډول تبعيض پرته د هر وګړي غږ اورېدل کېږي.

اړوند خبرونه