د نیمروز مسوولین وايي چې په یاد ولایت کې د ۲۵ میلیون افغانیو په ارزښت د نهو څاګانو د کیندنې چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دغه ولایت مقام امید راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، د یادو څاګانو په فعالېدو سره زرنج ښار ته ۷۰۰۰ متره مکعبه اوبه لیږدول کیږي، چې د ښاریانو د اوبو ستونزه به تر ډېره حل شي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژه د ریاستالوزراء عالي مقام په همکارۍ بشپړه شوې ده د نیمروز مسوولینو په وینا چې ولایتي اداره هڅه کوي، چې په سرشیله او نور سیمو کې هم د پاکو اوبو پروژې تطبیق او ورته څاګانې فعالې کړي.