ډېر لوستل شوي

چين له اروپا سره د «ژورې او حیاتي» ملګرتیا هیله څرګنده کړې

چین د اروپايي ټولنې له مشرانو سره د لوړپوړو خبرو لپاره تیاری نیسي، چې تمه ده پکې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ، صادراتو او راتلونکو اړیکو پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشي.

د دې سترې غونډې له پیلېدو وړاندې، شینهوا دولتي خبري آژانس اروپا د چین لپاره «حیاتي شریک» بللی او ټینګار یې کړی، چې شته توپيرونه باید د شخړې او ټکر په معنی تعبیر نه‌شي.

په خپره شوې تبصره کې راغلي: “توپیرونه نه‌ یواځې دا چې د همکارۍ مخه نه‌شي نیولی، بلکې کولی شي د متقابلې هوکړې او باور فضا لا پیاوړې کړي.”

یاده غونډه په داسې مهال ترسره کېږي، چې د دواړو لوريو ترمنځ سوداګریزې اړیکې له ځینو خنډونو او اندېښنو سره مخ دي.

اروپايي هېوادونه د چین پر ارزانه صادراتو نیوکې لري او هڅه کوي د خپلو تولیداتو بازار وساتي.

چین هیله څرګنده کړې، چې دا لیدنه به د باور فضا لا غښتلې کړي او د اوږدمهاله همکاریو نوې لارې پرانیزي.

اړوند خبرونه