د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وایي، چې په تېر یو کال کې د یاد وزارت له لوري د طبیعي زېرمو د قانوني مدیریت، د کورني تولید د ملاتړ او د ملي عوایدو د زیاتوالي په موخه بنسټیز اقدامات شوي، چې ګڼې لاستهراوړنې یې له ځان سره درلودلې دي.
د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسامالدین صابري د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح پروګرام کې ويلي، چې وزارت یې توانېدلی چې په اړینو برخو کې ځانبسیا ته ورسېږي او د همدې موخې لپاره یې د اړینو توکو واردات بند کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کورني تولید ملاتړ، د ملي عوایدو لوړول او د اقتصادي ځانبسياينې ته رسېدل د یاد وزارت له بنسټیزو موخو څخه دي.
د اميد راډيو خبريال د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتی همایون افغان په حواله ویلي، چې وزارت په تېر یو کال کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کانونو ۳۷۸ نوې زېرمې کشف کړې دي.
د نوموړي په وینا، یوازې د پنجشېر ولایت ۸۰ زره قیراط زمرد بازار ته وړاندې او پلورل شوي او دا مهال شاوخوا ۱۵ زره کسان هلته د کانونو په برخه کې په رسمي توګه بوخت دي.
مفتی همايون افغان همداراز زياته کړه: “چې د وزارت د جدي اقداماتو په پایله کې په خپل سره توګه د کانونو د کیندنو مخنیوی شوی او له بېلابېلو خصوصي شرکتونو سره لس رسمي تړونونه هم لاسلیک شوي دي. “
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولينو ډاډ ورکړی، چې د طبیعي زېرمو د شفاف مدیریت، کورني تولید ته د زمینې برابرولو او د اقتصادي ځانبسیاينې لپاره به خپل اقدامات نور هم پراخ کړي.