د سوریې په شمال لویدیځ ادلب ولایت کې د وسلو په یوه زېرمتون کې د سختو چاودنو له امله درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د بشري حقونو د څار ډلې د معلوماتو له مخې، دا چاودنې د پنجشنبې په ورځ د معرت مصرین په سیمه کې د ترکستان اسلامي ډلې (TIP) اړوند د وسلو او مهماتو په یوه زېرمتون کې رامنځته شوې دي.
د یادې ادارې د راپور پر بنسټ، په دې پېښه کې لږ تر لږه د يوې ښځې او ماشوم په ګډون ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د چاودنو له امله د سیمې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه هم اوښتي دي. د پېښې د دقیق لامل په اړه تر دې دمه څه نهدي ویل شوي؛ خو د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي، چې له سیمې نه یو لوی سپین لوګی پورته شوی.