د ترکيې په استانبول ښار د ایران په کونسلګرۍ کې د فرانسې، جرمني، بریتانیا او د تهران ترمنځ د اټومي پروګرام او بندیزونو د لرې کولو په تړاو خبرې پیل شوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د دې مذاکراتو اصلي محور د «هېواد پر سولهییز اټومي پروګرام او د بندیزونو لرې کول» دي. تمه ښودل شوې، چې دغه خبرې د تاوتریخوالي د کمښت او د سیاسي کړکېچ د هوارۍ لپاره مهم پرمختګونه ولري.