ډېر لوستل شوي

د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا خبرې شوي

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د چين ولسمشر له ځانګړي استازي يو شيايونګ سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو او متقابلو ګټو پر بنسټ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا په اړه مفصل بحث کړی دی.

مولوي اميرخان متقي  له اسلامي امارته د ياد هېواد له ملاتړه مننه کړې او په ځانګړې توګه یې د اقتصادي برخې روان پرمختګونه د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره یو مثبت ګام بللی دی.

دغه راز د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ ژمنه کړې، چې هېواد به یې د ښه ګاونډیتوب د اصل پر بنسټ، په سیاسي او اقتصادي ډګر کې له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

اړوند خبرونه