ډېر لوستل شوي

فرانسه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني؛ اسرائیل او امریکا مخالفت ښودلی

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون خبر ورکړی چې هېواد به یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

مکرون ویلي، دا پرېکړه د منځني ختیځ د تلپاتې سولې لپاره ده او فرانسه به د جي۷ هېوادونو په ډله کې لومړنی هېواد وي چې دا ګام پورته کوي.

فلسطیني چارواکو د دې پرېکړې هرکلی کړی؛ خو د صهيونيست رژيم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا ګام “ترهګرۍ ته انعام ورکول” بللی دی.

د امريکا متحده ایالاتونو هم د فرانسې دا طرحه رد کړې او ویلي یې دي، دا کار د حماس جهادي خورځنګ په ګټه تمامېږي.

اړوند خبرونه