د پاکستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي به په نږدې راتلونکې کې اسلاماباد ته سفر وکړي.
د دغه وزارت ویاند شـفقت عليخان تېره ورځ یوې خبري ناستې ته ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي او د سفر نېټه لا هم نهایي شوې نهده.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا پاکستان به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موضوع د دې سفر پر مهال مطرح کړي، وویل: “دا موضوع اوسمهال یوازې د اټکل تر کچې ده.”
دا په داسې مهال ده، وړمه ورځ د بهرنيو چارو وزرات سرپرست مولوي اميرخان متقي هم د امارتي ادارو د تشرېح په پروګرام کې ياد هېواد ته د رسمي سفر خبر ورکړی دی.