ډېر لوستل شوي

نرېندرا مودي د هند او مالدیف د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مالي ته رسېدلی

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه د مالدیف پلازمېنې مالي ته سفر کړی، چې د یاد هېواد ولسمشر محمد موییز یې په هوايي ډګر کې تود هرکلی کړی دی.

مودي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د هند او مالدیف ترمنځ اړیکې به لا غښتلې شي او دا سفر به د دواړو هېوادونو دوستي نوره هم ژوره کړي.

تر دې سفر وړاندې د مالدیف د کابینې ځینو غړو د مودي پر ضد څرګندونې کړې وې، چې په هند کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول. د دغو څرګندونو له امله یو شمېر هندي سیاستوالو او لوبغاړو له خلکو غوښتي وو، چې مالدیف ته د سیاحت لپاره له تګ څخه ډډه وکړي.

اړوند خبرونه