د هرات ګمرک د ګدام او تشرېح برخې کارکوونکو له لوري په یوې وارداتي جوپه کې ۲۶۴ کیلوګرامه ایراني زعفران کشف او ونیول شوي، چې قاچاق کوونکو هڅه کوله په پټه یې افغانستان ته را وارد او بیا یې د افغاني زعفرانو په نوم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.
د ماليې وزارت وايي، چې یاد زعفران له قانوني پړاوه د پټ تېردو په موخه په ډېر مهارت سره په یو یخچالي موټر کې ځای پر ځای شوي وه.
چارواکي وایي، نیول شوي قاچاقي توکي او تورن کسان به د نورو قانوني اجراآتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي. د يادونې وړ ده، چې افغان زعفران د نړۍ په کچه لوړ کیفیت لري او له همدې امله د نړیوالو بازارونو پام يې ځان ته رااړولی دی. اوس په همدې اساس ځینې قاچاق کوونکي هڅه کوي، چې له ایران څخه زعفران په پټه افغانستان ته وارد او بیا یې د افغاني زعفرانو په نوم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي.