په کندوز کې صنعتکاران هېواد ته پر واردېدونکو وریژو د مالیې لوړې غوښتنه کوي او په وینا یې چې شمالي ولایتونه اوس د وریژو په برخه کې پر ځانبسیا شوي دي.
د یاد ولایت صنعتکارانو امید راډیو د خپلو تولیداتو د لوړ کیفیت په اړه ویلي چې هېواد ته یې له وخت سره سم د وریژو ماشینونه وارد کړي او په نړیوال معیار برابر تولید لري.
د دوی په وینا چې د محصولاتو کیفیت یې لوړ دی، خو که بازار ورته پیدا شي، د تولیداتو د زیاتوالي ترڅنګ به د کارکوونکو شمېر هم زیات کړي.
بلخوا د کندوز ولایت ځایي مسوولینو صنعتکارانو ته ډاډ ورکړی چې هر وخت به د دوی په چوپړ کې وي او تولیداتو ته به یې له ځان بسیاینې وروسته له هېواد بهر بازار پیدا کوي.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو امید راډیو ته دا هم ویلي چې په یاد ولایت کې شاخوا ۱۶۰ کارخونې فعالیت لري او تېر کال یې له سلو زیات جوازونه وېشلي دي.
د ویلو ده چې په کندوز ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست لخوا د یو مکتوب د ورکړې په اساس یو کیلو واټ برېښنا په یوولس افغانۍ ورکول کېږي چې دغه چاره د صنعتکارانو له هرکلي سره مخ شوې ده.