ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي: اوس په هېواد کې د پراختیايي پروژو د ترسره کولو ښه فرصت راغلی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د خوړو نړيوال سازمان له نوي مشر «جان آیلیف» سره کتلي دي.
په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي ډاډ څرګند کړی چې په افغانستان کې ډېرې ناخوالې له منځه تللې او د انکشافي پروژو د ترسره کولو ښه فرصت راغلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا جان آیلیف په افغانستان کې پر رامنځته شوي سرتاسري امنيت خوښي ښودلې او دا یې د یاد سازمان د فعاليتونو د لا ښه ترسره کېدو په برخه کې ګټور بللي دي.
په خبرپاڼه کې د جان آیلیف له قوله ویل شوي: “نوموړي د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسلامي امارت له لوري وړاندې کېدونکي خدمات او مرستې له توقع پورته او د ستايلو وړ وبللې، او په دې برخه کې يې د یاد سازمان له خوا د لا ډېرو مرستو د وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی.”
دا یادونه هم ضروري ده چې په دې کتنه کې دواړو لوريو د ستونزو د حل په موخه او د ګټورو مرستو د وړاندې کولو په پار پر ګډ کار ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه