کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د ارزګان د مرکز، ترینکوټ ښار اړوند په «تالاني» سیمه کې د وسلو لویه زېرمه کشف او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا عملیات د تېرې ادارې د یو چارواکي پر کور شوي چې په پایله کې شپږ کلاشینکوفونه، یوه دهشکه، سلګونه لاسي بمونه، زرګونه د راکټ، پیکا، دهشکې او کلاشینکوف مرمۍ او نور تجهیزات ترلاسه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په اېکسپاڼه دا هم لیکل شوي چې په دې تړاو نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د ویلو ده چې له تېرې څه موده راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د ناقانونه وسلو د ساتنې او نشهيي توکو د کاروبار په تړاو لسګونه کسان نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې پولیس به د ټولو هغو کسانو د فعالیتونو مخه نیسي چې د ټولنې عامه نظم ګډ وډ کوي.