ډېر لوستل شوي

امریکا په نایجریا کې د ویزو د ورکړې خدمتونه وځنډول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نایجریا په پلازمېنه نیامي کې د امریکا سفارت ته د عادي ویزو د ورکړې چارې تر نامعلومې نېټې ځنډولي دي.

د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، که څه هم دا بندیز پر عادي ویزو لګېدلی؛ خو رسمي او ډېپلوماتیکې ویزې ترې مستثنا دي.

امریکایي چارواکو خپلو کونسلګریو ته سپارښتنه کړې چې نایجریایي وګړو ته د ویزو ورکولو په پروسه کې ډېر احتیاط وکړي. د ویزو د بندېدو لاملونه نه دي په ډاګه شوي؛ خو دا ګام د سیمه‌ییزو امنیتي او سیاسي تحولاتو سره تړلی بلل شوی.

اړوند خبرونه