د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وایي، هېواد به یې د امریکا پر ضد امپریالستي جګړه کې بریا ترلاسه کړي او کوریا به یو ځواکمن هېواد شي.
نوموړي دا څرګندونې د کوریا د جګړې او اوربند د ۷۱مې کلیزې په مناسبت د جوړو شویو مراسمو پر مهال کړې. هغه د جګړې له موزیم څخه د لیدنې پر مهال ويلي چې دا ورځ د دوی د قربانیو، مقاومت او ملي ویاړ نښه ده. د شمالي کوریا دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، اون ټینګار کړی چې هېواد یې د «بدلون ستر مأموریت» پر لور روان دی او ژمن دی چې د امریکا په وړاندې د تاریخي مبارزې پایله به د کوریا بریا وي.