ډېر لوستل شوي

عامې روغتيا وزارت: د يو باکیفیته او ځواب ويونکي روغتیايي سيستم رامنځته‌کېدو ته ژمن يو

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي وایي، وزارت ژمن دی چې په هېواد کې یو ځواکمن، باکیفیته او ځواب ویونکی روغتیايي سیستم رامنځته کړي.

د اميد راډيو خبريال د امارتي ادارو د تېر يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په پروګرام کې د ښاغلي جلالي له قوله ويلي، چې په نږدې راتلونکې کې به خلکو ته د روغتیا په برخه کې یو ښه زېری ورکړل شي.

د ښاغلي جلالي په وينا، د مور او ماشوم د مړینې کچه د تېر کال په پرتله د پام وړ راټیټه شوې او د راستنېدونکو کډوالو د تشخیص او درملنې په برخه کې یې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي. د عامې روغتيا سرپرست وزير دغه راز زياته کړې، چې له ایران سره د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د نیمګړو پاتې پروژو د بیا پیل په اړه ابتدایي خبرې شوې دي، چې پایلې به یې ژر څرګندې شي.

اړوند خبرونه