د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې قطر ته د تلونکو کارګرو دندې یې په ډاګه کړې دي.
دغه وزارت ویلي چې په لومړي پړاو کې یاد هېواد ته د برېښنا، انجینرۍ، د برېښنایي موټرو د مستریتوب، شیدو لوشلو، د اشپزۍ او هوټل کې د لارښوونې او نورو برخو کې مسلکي کارګر استوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د برېښنا انجنیر Electrical Engineer، د برېښنايي موټرو مستري Automotive Technician، شیدو لوشونکی Milker، د رسمي مېلمستیاوو سرآشپز Chef de Partie، سرآشپز دوه بسته Head Chef، د آشپز لومړی مرستیال یا (COMMIS 1)، آشپز دوهیم مرستیال یا (COMMIS 2)، د هوټل د تفریح لارښوونکی یا Hotel Recreation Instructor، د خوړو او نوشابو بس چلوونکی یا F&B Bus Runner، د هوټل تفریحي لارښوونکی؛ دوهیم بست یا Hotel Recreation Instructor، د پاک کارۍ د میز همغږيکوونکی یا Housekeeping Desk Coordinator، دوه بسته، د ریزرف کولو استازی یا Hotel Reservations Agent او د خونو د پاکولو خدمتګار یا Housekeeping Room Attendant.”
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغو کارګرو نوملیکنه به د زمري له لسمې پيل شي.