ډېر لوستل شوي

ملا عبدالمنان عمري له «علي‌رضا بېکدلي» سره د کډوالو اړوند مسایلو خبرې کړې 

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر، ملا عبدالمنان عمري په کابل کې د ایران له سفیر «علي‌رضا بیکدلي» سره کتلي، او دواړو لوریو د کډوالو اړوند او نورو مسایلو خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې ملا عبدالمنان عمري ایران ته د افغان ماهرو کارګرو د لېږد په اړه هم غږېدلی، او د کار بازار مطالعې په برخو کې یې د یو بل له تجربو څخه پر ګټې‌اخیستنې ټینګار کړی. 

په خبرپاڼه کې د کار او ټولنیزو چارو د سرپرست وزیر له قوله ویل شوي: “اړینه ده چې د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته په ګډه رسېدنه وشي، ترڅو هېوادوال په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او د راتګ په صورت کې هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.”

په دې کتنه کې د ایران سفیر، علي‌رضا بېکدلي افغانستان ته د کډوالو په غوره لېږد کې د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته‌کېدو ټینګار کړی دی. 

د نوموړي په وینا: “د ایران په اسلامي جمهوریت کې د ناقانونه افغان کډوالو موجودیت، د ایران د کار بازار مختل کړی، ژمن یو چې افغانستان ته د هغوی په غوره او بهتر انتقال کې لازم سهولتونه برابر کړو.”

د ایران سفیر دا هم ویلي چې له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لیواله دي او په وینا یې چې افغان ماهر ځواک ته په خپل کار بازار او همدارنګه ایراني ماهرو کارګرانو ته د افغانستان په کار بازار کې د فعالیت زمینې برابرېدل غوره ګڼي.  

اړوند خبرونه