د دوو حقوقي بنسټونو موندنې ښیي چې د اسراییلو په زندانونو کې پر بې ګناه فلسطینیانو په زور الکول څښل کیږي او همداراز بې ستره شوي بندیان په سپو داړي.
د فلسطیني اسرا ټولنې او کمېسیون په یوه بیانیه کې له اسراییلي زندانونو موندلي رازونه رسوا کړي او ویلي یې دي چې د صهیونېست رژیم په لاس بندي فلسطینیان ډول ډول ربړول کیږي. دغو بنسټونو ویلي چې له سخت ځور وروسته یو شمېر بندیان مړه شوي او باید په اړه یې پلټنې وشي.
دوی خپل مالومات له کتسیعوت، عوفر، سدی تیمان او نورو زندانونو راټول کړي دي.
په دې راپور کې له زندانو سره د بد چلند، په سپیو داړل، په زور د روږدي کولو او په جوش اوبو د سوځېدو جنایتونه لیدل شوي.
یاده دې شي چې صهیونېست رژیم له کلونو کلونو راهیسې فلسطینیان له کوم جرم پرته یې په زندانونو کې ربړوي.