ډېر لوستل شوي

کندهار کې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ۱۵ سړې خونې جوړېږي 

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د یاد ولایت په ژېړۍ او خاکریز ولسوالیو کې ۱۵ سړې خونې جوړېږي.   

د دغه ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا سړې خونې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوري د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي. 

د مسوولینو په وینا، دا سړې خونې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره جوړېږي، چې د ۲۰ مټریک ټنه توکو د ځایولو ظرفیت به ولري. 

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې ‘د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره’ لسګونه سړې خونې جوړې شوې وې.  بلخوا هېوادوالو وخت ناوخت د سړو خونو د جوړولو غوښتنه کړې او دا چاره یې د محصولاتو د ساتنې لپاره ګټوره بللې ده.

اړوند خبرونه