د یمن حوثي ځواکونو د سور سمندرګي د سمندري بندیز څلورم پړاو عملیات اعلان کړي او ویلي یې دي، چې اسرائیلي بندرونو ته تلونکې ټولې بېړۍ به په نښه کړي.
د حوثي ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، دا عملیات د غزې د مظلوم ولس په ننګه او د روانو جنګي او خوراکي جنایتونو پر ضد ترسره کېږي او ټولو هغو سیمو ته به پراخ شي، چې د یمني ځواکونو لاسرسی ورته شونی وي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا د دوی دیني، اخلاقي او انساني مسوولیت دی او غزه به هېڅکله یوازې پرېنږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې حوثي ځواکونو تر دې وړاندې هم په درې پړاوونو کې اسرائیلي تړاو لرونکې بېړۍ هدف کړې وې او ګواښ کوي چې دا لړۍ به د اسرائیلي بریدونو تر بندېدو پورې دوام وکړي.