د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې ويلي، چې په تېرو دولسو میاشتو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د سکتوري کلینیکونو له لارې ټولټال ۱۶ میلیونه، ۶۳۹ زره او ۸۹۵ حیواناتو ته واکسین تطبیق شوی دی.
ښاغلي عثماني زياته کړې: “په تېر یو کال کې د کرنې د پراختیايي صندوق له لارې، د مرابحې او مضاربې پر بنسټ، د اسلامي تمویل په چوکاټ کې د هېواد کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکتور ته یو میلیارد، ۴۲۳ میلیونه او ۲۶۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. “
د ياد وزارت د مسلکي مرستيال په وينا، دغه وزارت پلان لري چې د روان مالي کال په ترڅ کې له ملاتړ صندوق څخه ۲ میلیارده افغانۍ د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا او د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره کروندګرو ته ځانګړې کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو د امید رادیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې افغانستان هر کال له ۸ میلیونه متریک ټنه څخه زیاتو غنمو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې شاوخوا ۴ میلیونه ټنه یې دننه تولیدېږي او پاتې نور له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.
مسوولينو ډاډ ورکړی چې هڅې روانې دي، څو هېواد وکولای شي په راتلونکو څلورو یا پنځو کلونو کې د غنمو په برخه کې بشپړې ځانبساینې ته ورسېږي.