ډېر لوستل شوي

تېره ورځ ۱ زر او ۶۰۵ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو پولو څخه ۱۶۰۵ کورنۍ، چې ټولټال ۱۱۶۰۵ غړي کېږي، په اجباري توګه هېواد ته راستانه شوي او اړین خدمتونه ورته وړاندې شوي دي.
د ياد کمېسيون د کاري راپور له مخې، له دې ډلې له اسلام‌کلا ۱۳۶۲، له ورېښمو لارې ۱۶۱، له سپین بولدک ۲۲، له تورخم ۵۹ او له انګور اډې ۱ کورنۍ راستنې شوې دي.
همداراز، ۳۷۹ کورنۍ (۱۸۱۱ تنه) مختلفو ولایتونو ته لېږدول شوې، ۱۴۱۷ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې او ۳۱۳ سیمکارتونه ویشل شوي دي.
دا په داسې مهال ده، په دې وروستيو کې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ چټکه شوې او هر ورځ په سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنېږي.

اړوند خبرونه