ډېر لوستل شوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال هرات ته سفر کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستيال مولوي قدرت‌الله جمال د یو پلاوي په مشرۍ هرات ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په لیدنه کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي احمدالله متقي د هرات فرهنګي ارزښتونو ته په اشارې ويلي، چې دغه ولایت د تاریخي آثارو، اسلامي معمارۍ او زیارتونو له مخې د سیلانیانو د جذب مهم مرکز دی.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستيال د اړوند ریاست د بېلابېلو آمرینو راپورونه اورېدلي او ژمنه يې کړې، چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د سیاحت د ودې او د شته ستونزو د حل لپاره به عملي اقدامات ترسره شي.

اړوند خبرونه