ډېر لوستل شوي

د غزې اوسېدونکو زړه‌بوږنوونکی حالت؛ خلیل الحیة وايي، مسلمانان باید د اسرائیلي رژیم پر ضد لاریونونه وکړي

په غزه کې د صهیونیستي رژیم له لوري د دوامداره وحشت له امله د وضعیت خرابېدو پرمهال د حماس جهادي غورځنګ مشر «خلیل الحیة» له مسلمانانو غوښتي چې د اسرائیلي رژیم پر ضد لاریونونه وکړي.
نوموړي په یو بیان کې مسلمانانو، په ځانګړې توګه د اردن او مصر اوسېدونکو ته ویلي چې د اسرائیلي رژیم سفارتونه محاصره او د دوی پر ضد پراخ پاڅون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د اسرائیلي رژیم د هوايي او ځمکنيو بریدونو له امله ۷۱ فلسطینیان شهيدان شوي دي.
د الجزيرې د راپور له مخې، یوازې ۴۲ تنه د بشري مرستو د ترلاسه کولو پر مهال د صهیونیستي عسکرو په ډزو کې شهيدان شوي.
د ویلو ده چې پر غزې د اسرائیلي رژیم د یرغل له پیله تر دې دمه د شهيدانو شمېر ۵۹ زره او ۷۳۳ ته رسېدلی؛ ۱۴۴ زره او ۴۷۷ تنه نور ټپیان دي او دغه راز زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې او د لوږې له سخت بحران سره مخ دي.

اړوند خبرونه