کورنیو چارو وزارت وایي چې په کونړ کې له جګړو پاتېشوې ځینې ناچاوده توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې توکو کې مرمۍ، ماینونه او نور مهمات شامل وو.
کورنیو چارو وزارت د کونړ امنیې قوماندانۍ د مسوولینو په حواله د دغو مهماتو راټولول د خلکو د ژغورنې لپاره مهم ګام بللی دی.
په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې چې د شکمنو توکو یا ناچاودو مهماتو د لیدو پر وخت له امنیتي ځواکونو سره اړیکه ونیسي.
د یادلو ده چې په هېواد کې زړو ماینونو او له جګړو پاتېشویو ناچاوده توکو وخت ناوخت هېوادوالو ته مرګژوبله اړولې ده.