ډېر لوستل شوي

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غزني ولایت په «عسکرکوت» سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او باروړونکي موټر د ټرافيکي پېښې له امله لږترلږه ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
امنيتي او روغتيايي مسوولينو د اميد راډيو سيمه‌ييز خبريال ته د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې دغه پېښه د ۵۸۰ مسافر وړونکي او د ټريلر بار وړونکي موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.
يادو مسوولينو د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌پامي او د ټرافيکي اصولو نه مراعتول ښودلي دي.

اړوند خبرونه