غزه کې صهيونيست رژيم د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې لږترلږه ۷۱ فلسطینیان شهيدان شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.
د الجزيرې شبکې د راپور له مخې، یوازې ۴۲ تنه د بشري مرستو د ترلاسه کولو پر مهال د اسرائیلي پوځيانو په ډزو کې شهيدان شوي. همداراز، د غزې د کلابندۍ له امله رامنځته شوې قحطۍ او لوږې هم لږترلږه د ۵ تنو ژوند اخيستی دی.
د راپورونو له مخې، د جګړې له پیله تر دې دمه د شهيدان شویو فلسطینیانو شمېر ۵۹ زره او ۷۳۳ ته رسېدلی، ۱۴۴ زره او ۴۷۷ تنه نور ټپیان دي او دغه راز زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې او د لوږې له سخت بحران سره مخ دي.