د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د فراه ولايت د کلا کاه ولسوالۍ په «کاريزک» کلي د ۶.۸ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو يوې شبکې د جوړولو د چارو له پيل خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، په دې شبکه کې د ۲۰ متره مکعب په وړتيا د پاکو اوبو د زيرمې جوړول، د ۱۲ زره ۸۰۰ مترو په اوږدوالي پايپ غځول او د ۳۰ سولر تختو نښلول شامل دي.
د مسوولينو په وينا، د دې شبکې د چارو په ترڅ کې به لسګونه تنه کاريګرو ته کاري زمينه برابره او په بشپړېدو سره به يې د نوموړي کلي ۳۳۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
دا په داسې مهال ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم په مرکز سربېره د ګڼو ولايتونو او ولسواليو اړوند سيمو کې په لسګونه ورته پروژې پيل کړې، چې يو شمېر يې بشپړې او ګټې اخيستې هم سپارل شوي دي.