د خوست مسوولین وایي چې د «غورځنګ» په نوم ډاکتر د یاد ولایت د استخباراتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پرمهال د انسانتښتوونکو له منګلو ژغورل شوی دی.
د خوست ولایت مقام ویاند، مستغفر ګربز په اېکسپاڼه لیکلي چې دا کس درې ورځې مخکې د ننګرهار، مرکز جلال آباد ښار څخه تښتول شوی و او له کورنۍ یې د خلاصون په بدل کې ٧ سوه زره امریکایي ډالر غوښتل شوي وو.
سرچینې لیکلي چې یاد کس نن ورځ د خوست ولایت د استخباراتو رياست ځواکونو د يو لړ کشفي عملیاتو پهٔ ترڅ کې د ياد ولايت ببرک تاڼې اړوند خاني غرئيزه سيمه کې د انسانتښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
مستغفر ګربز دا هم ویلي چې ډاکتر غورځنګ د مسوولینو له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د هغه کورنۍ ته سپارل شوی او په دې تړاو څلور کسان له یو فیلډر موټر او یوې تپانچې سره نیول شوي دي.